دافغانستان دخلکو له پاره کوم کار لومړي توب لري
لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک


 

معارف او عالی تحصیلات

اقتصادی پرمختیا

امنیت

سیاست او دیپلوماسي

اداره او منجمنت

دنړي دهیوادونو د تجاربو پر بنیاد هغه هیوادونه چې خپل واک او دخلکو رښتینۍ ریس جمهور ونه لري او د خارجی یلغلګرو قوتو تر ادارې او فرمان لاندې ریس جمهور موجود وي بی شکه به هر څه ګد وډ او چاری به نا سمې او تولنیز نظم به وران او ویجاړ وي او ددغو ناورینو او داسې ریاستی دولت زعامت به همیشه د ډیرو ستونزو - فرمایشونو - دساتیرو او ډیکټاټ سره مخامخ وي لکه څنګه چې موږ د حکمتونو ریسان له داود خان څخه وروسته په هیواد کې تجربه کړل او دلیل ېې داوو چې د افغانستان تهداب د ( یحي دکورنی د زمامداری نه شروع په یوه خاینانه غیر علمی او غیر اقتصادی ستراتیژس سره چې هغو هم شتون نه درلودو زموږ خلک او وطن د سترو او نه بخشل کیدونکو چالشونو سره مواجه کړي وو چې هغه عبارت وو ( اول او ډیر مهم معارف او سیواد ته توجه نه کول - اقتصادی پیاوړتیا ته هیڅ توجه ونه شوه ، افغانستان چې دنړۍ له ډیرو غني تر مځکه لاندې ثروتو څښتن هیواد وو او دی د معادنو را ایستلوته اندکترینه توجه ونه شوه او وزیران او صدراعظمان ېې خپل سرې ، دقومونو او ملیتو قدرتمند او مرتجع رشوت خواره انسانان تعینیدل چې لا اقل ، څلور پنځه دبرق بندونه ېې جوړ نه کړل - لس-۱۱ لوېې فابریکې ېې جوړې نه کړې - یو قوي مدرن وسله وال پوځ ېې جوړ نه کړو - زراعت ته هیڅ توجه ونه شوه ، افغانستان چې دیورانیمو لوېې زیرمی لري لا اقل د اتومی انرژۍ له پاره هیڅ توجه ونه شوه اوداسې ډیرنورکارونه چې د نادرشاه او ظاهر شاه او داود خان په زمامدارۍ کې هیڅ ونه شول ).

پنځه واړه عناوین یو تر بله ډیر د اهمیت وړ دي ، یو تر بله ډیر ضرورت ورته شته دی خو که یو مدبر ریس جمهور - یو مستقل ریس جمهور - یو پوه سیاست مدار ریس جمهور - یو وطن پرست ریس جمهور - یو د خلکو واقعی خدمت ګار ریس جمهور - یو ملي ریس جمهور ( یعنی په یوه قوم یا ملیت پورې ځان منسوب و نه بولي ) ریس جمهوروټاکل شي - او د یوه متجانس ، متخصص - تحصیل کرده - پاک - ټیم سره چې د هغو د ټیم د غړو لاسونه په وینو ککړ نه وي او رشوتونه ېې نه وي خوړلي او د یوې ایدیالوژۍ سره مخالفت ونه لري ) او حتما یو علما تنظیم شوۍ ستراتژیک پلان جوړ او په مختلفو تاکتیکی مراحلو کې د خپل ټیم سره درست مدیریت کړي هغه وخت افغانستان یوه نوي سیاسي - اقتصادی - امنیتی - تحصیلی- اداری- سیستم ته داخلیژي او د پرمخ تګ مخه ېې څوک نه شي نیولای .

ولې دغه ۱۱ کاله دکرزي حکومت د لویو چالشو سره مخامخ دی او وو ؟؟ مختلف علتونه لري چې زه درته یو یو لاندې شمیرم:

۱ - لاس پوڅۍ توب ( ګودي نما - لانځکه ) شاه شجاع توب.

۲ - خپله نه په سیاست پوهیدو ، نه ېې ښه سیاست پوهان تر څنګه وو ، او نه ېې معاونینو تحصیلات لرل ( بې تجربه ګر کعبه بنا نماید - یا طاق فرود اید یا محراب کج اید ) دده تیم یوه د حکومت دارۍ تجربه نه درلودله.

۳ - د یوې علمی ستراتیزۍ نشته والۍ.

۴ - دکرزي ټوله حکومت داري په قرارداد - سهم داریو - مصلحت - او د زور له لارې د تنظیمی مشرانو او توپک سالارانو له خوانه په کرزي تحمیل کیژي او کیده او مقامونه ددوی تر منځ ویشل شوې دي او کرزي نه شوای کولای یوه ته هم ووایی چې ولې د رشوت واخیستو ؟ ولې د قاچاق وکړو ؟ ولې د غلا وکړه ؟ ولې د کډنپ وکړو ؟ ولې د په فساد کی لاسونه ښکیل دي؟ او ډیر نور ولې ؟؟؟؟ په خاطر ددې چې ( مشر ېې غومبر وي - اختر ېې مازدیګر وي ) ، چون دی لکه سناچ غوړ او پړ وو اوپه چربي لړلۍ او ککړ وو مچان ورباندې ټولیدل او بویونه ېې لګیدل ، نو ده بل ته نه شوای ویلای چې بوی د لګي لرې شه بوینه ؟؟ رشوت مه خوره - غلا مه کوه - قاچاق مه کوه - خلک مه ازاروه او ډیر نور .

۵ - کرزي د ډیرو هیوادو دیکټات د هغو هیوادو د نمایندګانو او مشاورینو له طرفه په ځان تطبیقولو چې دهغو جملې نه د مشر سرکرده او اشغالګرهیواد ( امریکا دیکټات - بیا د نورو غربی هیوادو - بیا د پاکستان - ایران عربستان سعودی - نورو مرتجع عربی هیوادو - او د دوو معاونینو او تنظیمی رهبرانو او مافیای حلقاتوخاصتا حکمتیار- ، حقانی ، ملاعمر ) چې افغانستان ېې د لوی بحران په لوري سوق کړو.

۶ - د ملګرو ملتو د نماینده - د غربی سفارتو د سفیرانو - د آسیایی هیوادو د سفیرانو - د ( سي آی اې او آی اس آی-- دایران د سپاه پاسدارانو - عربستان سعودي ) او نورو مداخله ګرو هیوادو فرمایشات او دیکټات کرزۍ په نشه ېې توکو دچار کړواو لکه چې وايي ( چرسي سړۍ نه سړۍ ) ، نو دغه اوس یو بیچاره بې ارادی او بلې اغا ریس جمهور وو او دی.

۷ - کرزۍ نن افغانانو ته مخ نه لري علت ېې دادی چې ده بیکاري لغو نه کړه - ده د خلکو د صحت غمه و نه خوړه - ده د برق لوی بندونه جوړ نه کړل - ده لویی دولتی فابریکی جوړی نه کړې - ده د زراعت په برخه کې چې افغانستان یو زراعتی هیواد دی اصلا هیڅ کار ونه کړو ( هګۍ - چرګان - شدې - قیماق - پنیر - غوښه -او رختونه - لباسونه - چرمی شیان - صابون - شامپو ) چې په افغانستان کې د تولید پراخه زمینه ورته برابره وه او دده وزیر زراعت ونه شوای کولای دغه شیان په افغانستان کې د ننه په ظرف دیوه کال کې تولید او خلکو ته وړاندې کړي .

۸ - کرزۍ چې یو بې هویته او بې شخصیته انسان وو ونه شوای کولای د هغو طوفان او باد راوړیو پیسو نه چې نړیوالو افغانستان ته را ولیږلې درسته او دقیقه استفاده ونه کړه او ده باید نن یو لوی مدرن په ډیرو مدرنو او معاصرو خطرناکو وسلو سمبال وسله وال پوځ جوړ کړۍ وۍ او په پښو درولای وۍ ، نه یوازې چې دغه کار ېې و نه کړو هغه وسلې او مهمات چې د دکتور نجیب ا لله د وسله وال پوځ نه ور پاتی شوې هغه يي و نه ساتلې او په پاکستان ېې و پلورلې او ددوی مجاهدینو په خارجیانو خرڅې کړې او کباړ ېې کړې ( مرګ په غلو او چپاول ګرانو ) چې د بیت المال په پیسو ېې ځانونه د قصرو او لکس ژوند خاوندان کړل .

۹ - کرزي د روحانیونو نه - پیرانو نه - ملانو - طالبانو او قومي مشرانو نه درسته او په موقع استفاده ونه کړه او دغه طبقه ېې متقاعده نه کړه چې که (( قران په پشتو یا دري نازل شوۍ وۍ یا محمد افغان وۍ ) ایا عربانو اسلام او قران منلو ؟؟؟ واضح خبره ده چې دغه کار دوی نه کولو( ساده مثال ېې هغو زموږ وطندار ِغوث زلمی چې په دري قران لیکلۍ وو تاسې د مرګ سزا ورته غوښتې وه که نه ) ؟؟ ، خو نن عربان په موږ زموږ دشمنان دغه د پاکستان دمور لونډه ګان طالبان په قطر کې په زور تحمیلوي او یوه ملا او پورتنۍ کته ګورۍ کسانو ونه ویل چې ( جنګ زما په خاوره ، زما په خلکو ، زما په وطن ، ادامه لري ، او زما وطنداران پکې نینه کیژي ، کورونه او جایدادونه ېې ورانیژي او داني ته ورته اچوې( جنګه جنګه سور شه تاته می نینې کړې دي ) ډوډۍ ته ورکوې - وسلی، پیسې او تخنیک ته ورکوې او زما بیپار او واکدار ته شوې ؟؟ ایا دغه د نړیوالو نورمونو سره صریح تجاوز او سرغړونه نه ده او په کوم جرات )؟؟ خو زه درته وایم چې که موږ یو قوی با تدبیره وسله وال پوځ او وزیران درلودلای او ټول دغه لاس پوڅې او د همسایه هیوادو نوکران مزدوران نه واي ایا نن په موږ( پاکستان ایران - عربانو - امریکا ) خپل ناروا فرامین تحمیلولای شول ؟؟

۱۰ - کرزي ته ملي ګټې - وطني ګټې - اصلا مطرح نه دي او نه وې بلکه همیشه ده ته د تنظیمی مشرانو او رهبرانو ګټې مطرح وې او دي ، او همیشه دوی تر هغو وخته چې ددوی شخصي منافع په خطر کې مواجه شوې نه دی تر هغو وخته دوی په طالبانو - پاکستان - ایران وغیره بد او ناسزا نه وایی او نه ویل لکه امرا لله صالح تر هغو وخته چې د امنیت ریس وو یو پاکستانۍ - یو القاعده - یو انتحاری - یا د پاکستان جنایتونه افشا نه کړل او ده باید د پاکستان هر انتحاری او هر تجاوز ته مقابل ځواب ورکړۍ وۍ او دی هغه وخت ډیر پاکستان ته متوجه شوو چې دده د برطرفی موضوع مطرح شوه ( رشوت مجاهد خوری- اداری فساد مجاهد تعقیبوی- غلا او کډ نپ مجاهد کوی- دتریاکو او هیرویینو ترافیکنګ دمجاهدینو له خوانه ( یعنی دجمهور ریس دمعاونینو او دوزیرانو ) له خوانه ادامه لری، پس معلومداره خبره ده چې کرزۍ ددغو ټیم نه دفاع کوياو ور سره شریک دی .

۱۱ - کرزی ، معاونینو ېې ، وزیرانو ېې ( بادارانو ېې امریکا او غرب ) په مجموع کې مجاهدینو او طالبانو د خلکو تر سترګو لاندې او د خلکو په مخ کې داسې ناروا - زشت - ناسزا - دخشونت نه ډک - توهین امیز- زورګویی- کډنپول- چور - چپاول - غلا - غصبول د جایدادو او ملکیتو - علنی او په ډیره بې شرمۍ رشوت خوړل - دښځو سره مخامخ بدرفتاری - دین او اسلام د خلکو د ضرب اوشط له پاره کارول- ترورول او وژل او بمباردمان هغه اشمس المنناس( نه انکاریدونکي جنایتونه او خیانتونه دی ) چې دغه ۲۱ کاله د افغانستان په خلکو د اسلامی احزابو او طالبانو له طرفه د افغانستان په خلکو په جبر او زور تحمیل شول ، اوس باید ګیله و نه کا او لیکونکي او نور دافغانستان عام خلک ملامت نه کا چې ولې خلک په موږ پسې درواغ وایی یا تهمت کوي دا ناجایز کارونه چې په ځپله دوی هم معترف دی ایا دروغ او تهمت دی چې دوی عملي کړل ؟؟؟ د دوی له پاره یوه لاره د خلاصون شته چې توبه نصوح وباسي او هریو د خلکو نه معذرت وغواړي او استعفي ورکااو دداکتر زلمي خلیل زاد له پاره رایه ورکا .








July 4th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسايل اجتماعي